کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پسرلي درنې واورې ورښت/ کروندګر د ونو د یخ وهلو له امله اندېښمن دي

10 ثور 1403 ساعت 13:25

د ثور په میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې ورښت د ونو د یخ وهلو او کرنیزو محصولاتو ته د زیان رسولو په اړه کروندګر اندېښمن کړي دي.


آوا - کابل: د هېواد د هوا پېژندنې اداره د هېواد په یو شمېر شمالي، شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سختو واورو د ورېدو خبر ورکوي.
 
درنو واورو د دغو ولایتونو کروندګر اندېښمن کړي دي.
 
د میدان وردګ ولایت یو له باغدارانو څخه محمد بصیر وايي، چې د ثور په میاشت کې د واورې اورښت د چهارمغز، مڼې، ناک، زردالو، بادامو او نورو ونو میوو ته زیان رسوي.
 
د کرنې کارپوه انجنیر مسعود وايي، د پسرلي یخنۍ د مني له لومړیو یخنۍ څخه ډېره خطرناکه ده، دا ډول یخنۍ د ګلانو او میوو د زیانمنېدو لامل کېږي. 
 
د هغه په ​​وينا، د پسرلي يخنۍ هغه مهال رامنځته کېږي، چې د ونو ګلان خلاص شي.
 
دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی کال دی چې په هېواد کې د ثور په میاشت کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د واورې د اورښت شاهدان دي.


د مطلب کود: 289578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289578/د-هېواد-په-بېلابېلو-ولایتونو-کې-پسرلي-درنې-واورې-ورښت-کروندګر-ونو-یخ-وهلو-له-امله-اندېښمن-دي

آوا
  https://www.avapress.com