کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې ته د نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې له امله مبارکي وویله

9 ثور 1403 ساعت 14:21

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د قرغزستان پر وړاندې د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې د بریا او نړیوال جام ته د لارموندنې مبارکي ورکړې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ته د قرغزستان پر وړاندې د بریا او نړیوال جام ته د لار موندلو مبارکي ورکړې ده.

مجاهد په خپله اکس پاڼه کې لیکلي: د فوټسال ملي لوبډلې د سترې بریا او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د لار موندلو له امله خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

ده زياته کړه: د افغانستان د فوټسال ټيم د اسيا د ملتونو د جام په وروستۍ لوبه کې قرغزستان ته په ٥-٣ ماتې ورکړه او نړيوال جام ته يې لاره پيدا کړه.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې نن سهار په يوه په زړه پورې لوبه کې د قرغزستان د فوټسال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په اسيا کې د پنځم مقام په ګټلو سره د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړيوال جام ته لار پيدا کړه.


د مطلب کود: 289526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289526/اسلامي-امارت-د-هیواد-فوټسال-ملي-لوبډلې-ته-نړیوال-جام-سیالیو-لارموندنې-له-امله-مبارکي-وویله

آوا
  https://www.avapress.com