په فراه او غور ولایتونو کې د داعش ډلې امنیتي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو له خوا د نشه يي توکو پنځه کارخانې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د هېواد په دوو ولايتونو کې د نشه يي توکو پنځه کارخانې له منځه یوړل شوې
9 ثور 1403 ساعت 11:59
په فراه او غور ولایتونو کې د داعش ډلې امنیتي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو له خوا د نشه يي توکو پنځه کارخانې کشف او له منځه وړل شوې دي.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو په فراه ولایت کې د نشه یی توکو دوه فابریکې او په غور ولایت کې د نشه یی توکو درې فابریکې کشف او له منځه وړی دی.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست د دې پېښې په تړاو د کسانو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو لخوا د نشه يي توکو د کښت او تولید پر وړاندې د مبارزې بهیر په شدت سره روان دی چې تر اوسه یې لسګونه د مخدره توکو کارخانې له منځه وړي دي.
د مطلب کود: 289518