کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د زهرو خوړلو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مسموم شوي

5 ثور 1403 ساعت 14:30

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي د زهرو په خوړلو مسموم شوي دي.


آوا - هرات: د فراه ولایت د پشتکوه ولسوال مولوی عبدالناصر نورانی وایی چې د دې ولسوالۍ په «مولا آباد» کلی کې د یوې کورنۍ درې تنه د زهرو په خوړلو سره مسموم شوی دی.

د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې يوه ماشومه هم وژل شوې او د يوې ښځې او يوې بلې نجلۍ روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

ښاغلي نوراني زیاته کړه، چې ښځه او نجلۍ د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او په اړه یې جدي څېړنې پیل شوې دي.


د مطلب کود: 289319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289319/په-فراه-ولایت-کې-د-زهرو-خوړلو-له-امله-یوې-کورنۍ-درې-غړي-مسموم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com