د هرات ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست د مسوولینو په وینا، تېر کال په دغه ولایت کې څه باندې ۴۵۴ زره الکترونیکي او کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې وې.
په هرات ولایت کې په تېر یوه کال کې څه باندې ۴۵۴ زره کاغذي او الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي
5 ثور 1403 ساعت 9:51
د هرات ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست د مسوولینو په وینا، تېر کال په دغه ولایت کې څه باندې ۴۵۴ زره الکترونیکي او کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې وې.
آوا - هرات: د هرات ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې په تیر لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۴۵۴۷۳۳ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشل شوي دي.
د چارواكو په وينا، دې رياست تېر كال هم د زوکړې كارډونه هم وېشلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د احصایې مرکزي ادارې په هېواد کې د څه باندې ۱۲ میلیونو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اعلان وکړ.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یوشمېر دولتي ادارو خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړی دی.
د مطلب کود: 289278