د لوګر سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د باران له امله د یوه کور د چت د لوېدو له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په لوګر کې د يوه کور د چت د لوېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي
4 ثور 1403 ساعت 14:22
د لوګر سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د باران له امله د یوه کور د چت د لوېدو له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: سیمه ییز چارواکي وايي، چې دغه پېښه د دوشنبې په شپه (د ثور ۳) د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند د پپادخوابشانه سیمې په میوندک کلي کې رامنځته شوې ده.
باختراژانس دسيمه ييزو مقاماتو دخبرله مخې، په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شول .
وروستیو اورښتونو په هېواد کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د يادونې وړ ده، چې ډېرى مرګ ژوبله د بارانونو او سېلابونو له امله د کورونو د ويجاړېدو له امله رامنځته کېږي.
د مطلب کود: 289246