کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د متقی او کاظمی قمی غونډه؛

اسلامي امارت له ایران سره په ټولو برخو کې د اړیکو پراخول غواړي

3 ثور 1403 ساعت 10:23

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقی سره وکتل.

په دې کتنه کې د سیمه ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې یې د امکان تر حده د دې اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

امیرخان متقی وویل چې سږ کال د خدای په فضل سره په هېواد کې بارانونه وشول چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته د نیمروز او سیستان په سیمو کې د هلمند له سیند څخه اوبه لاندې شوې.

له بلې خوا حسن کاظمی قمی په غزې د صهیونیسټ رژیم د ښکاره تیری او په دمشق کښې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیلو د حملې په غندلو سره د افغانستان د اسلامی امارت له دریځه مننه وکړه.

هغه دغه راز له سيستان څخه د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو له لرې کولو څخه مننه وکړه او اوبه يې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره مهم عامل وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د اوبو بهير به دوام ومومي.

د دې ناستې په پای کې د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د ښو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو.

بايد يادونه وشي چې د اسلامي امارت او ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ اړيکې په ټولو ډګرونو کې د پراختيا په حال کې دي او کارپوهان دغه کار ددواړو ملتونو او ددواړو هيوادونو په ګټه ګڼي.


د مطلب کود: 289156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289156/اسلامي-امارت-له-ایران-سره-په-ټولو-برخو-کې-د-اړیکو-پراخول-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com