کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال:

د اسلامي همکاریو د سازمان راتلونکې غونډې ته باید د افغانستان د سرپرست حکومت استازي راوبلل شي

2 ثور 1403 ساعت 10:30

د رئیس الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د دغه سازمان او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په راتلونکي کې دې د سرپرست حکومت استازي راوبلل شي. 


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اداری مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان مشر او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره وکتل. 

په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته انعکاس کړي.

ښاغلي حنفي دغه راز د دغه سازمان او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ګمبیا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته باید د اسلامي امارت استازي رابلل شي.

د دغه وزارت اداري مرستیال زیاته کړه چې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ته د اسلامي امارت د استازو په بلنه به د دغه سازمان د چارواکو مشورې واوري او د دې تر څنګ به له واقعیتونو خبر شي. 

په ورته وخت کې د دغه سازمان بورډ له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې له افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو سره د مرستې په موخه له دوو نړیوالو بنسټونو سره تفاهم لیکونه لاسلیکوي.


د مطلب کود: 289108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289108/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-راتلونکې-غونډې-ته-باید-افغانستان-سرپرست-حکومت-استازي-راوبلل-شي

آوا
  https://www.avapress.com