د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې د ازبکستان له خوا د ۱۵ ډوله اصلاح شویو تخمونو مرسته افغانستان ته وسپارل شوه.
له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۱۵ ډوله اصلاح شویو تخمونو مرسته
2 ثور 1403 ساعت 9:51
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې د ازبکستان له خوا د ۱۵ ډوله اصلاح شویو تخمونو مرسته افغانستان ته وسپارل شوه.
آوا: د دغه وزارت چارواکي وايي، دغه مرسته د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ته سپارل شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت همدارنګه زیاته کړه، چې د ازبکستان د سبزیجاتو د تخمونو، حبوباتو او صنعتي بوټو د لېږد رالېږد چې ژمنه یې د یوه یاد تړون پر بنسټ افغانستان ته د لوړ پوړي پلاوي د سفر پر مهال شوې وه، افغانستان ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغه هېواد څخه رالېږل شوې تخم د بلخ ولايت سيمه ييزو چارواکو ته سپارل شوې دي.
د مطلب کود: 289097