کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ دریم فصل پیل شو

2 ثور 1403 ساعت 9:38

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ درېیم فصل د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دولسو لوبډلو په ګډون پرون شنبه په کابل کې په رسمي توګه پیل شو.


آوا: د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ دریم فصل پرون شنبه د ثور په لومړۍ نېټه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دولسو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شو.

دغه لیګ پرون شنبه د ثور په لومړۍ نېټه د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چارواکو په حضور او د دوو لوبو په ترسره کولو سره په رسمي توګه پیل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د پیل په مراسمو کې وویل چې سږنۍ سیالۍ له تېرو کلونو سره توپیر لري او په دغو سیالیو کې بهرني لوبغاړي هم حضور لري.

نوموړي د فوټبال سیالیو لپاره د امنیت په برابرولو هم خوښي څرګنده کړه.


د مطلب کود: 289091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289091/د-افغانستان-فوټبال-اتلانو-لیګ-دریم-فصل-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com