کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر کې پانګونې ته د چینایي سوداګرو لېوالتیا

2 ثور 1403 ساعت 9:34

يو شمېر چينايي سوداګرو د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکيم سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د پانګونې لپاره لېوالتيا څرګنده کړه.


آوا - کابل: یو شمیر چینایي سوداګرو د پنجشېر ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغو سوداګرو ویلي چې کابل ته د پنجشیر د سمندرګي د اوبو د انتقال د سترې او ملي پروژې قرارداد ته لیواله دي.

د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې حافظ محمد اغا حکيم وويل چې په پنجشير ولايت کې څه دپاسه ١٠٠٠ کانونه استخراج شوي دي او په څه دپاسه ٥٠٠ کانونو کې په عملي توګه د استخراج کار روان دى.

د يادونې وړ ده، چې چين تر اوسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.


د مطلب کود: 289089

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289089/په-پنجشیر-کې-پانګونې-ته-د-چینایي-سوداګرو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.com