کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان-کونړ لاره بېرته پرانیستل شوه

30 حمل 1403 ساعت 10:21

د فواید عامې وزارت په نورستان ولایت کې د باران، سېلابونو، ځمکې ښویېدو او واورې ښویېدو له امله تړل شوې د نورستان-کونړ لاره د بیا پرانیستلو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لاره تر پاکولو وروسته بیرته پرانیستل شوې ده.
 
د فواید عامې وزارت وایي، د نورستان د کامدېش، برګمټال، مندول او دواب ولسوالیو د سړکونو د پاکولو چارې له سیلابونو څخه دوام لري او تر اوسه د دغو ولسوالیو ترانسپورتي لارې نه دي پرانیستل شوې.
 
د يادونې وړ ده، چې د نورستان-کونړ ترانسپورتي لار دوه ورځې وړاندې د اورښتونو او واورو ورېدو له امله د نورستان ولايت په ځينو ولسواليو کې تړل شوې وه.


د مطلب کود: 288941

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288941/د-نورستان-کونړ-لاره-بېرته-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com