کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۳۸۹۹ تنو ته ورسید

30 حمل 1403 ساعت 9:51

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ جنایتونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۵۶ فلسطینیان شهیدان او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.


آوا: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې په تړانګه د اسرائیلو د یرغل له امله د شهیدانو شمیر ۳۳۸۹۹ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۷۶۶۶۴ تنو ته رسیدلی دی.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت له ټولو اړوندو خواوو څخه غوښتي دي چې له غزې تړانګې څخه د سرطان، مزمنو ناروغانو او د ۱۶ نه تر ۶۵ کلونو پورې د زخمیانو د تګ راتګ لپاره لارې خلاصې کړي تر څو د هغوي ژوند وژغورل شي. 


د مطلب کود: 288931

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288931/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۳۸۹۹-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com