کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال په پلخمري کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

30 حمل 1403 ساعت 9:40

د بغلان ولايت د پلخمري ښاروال وايي چې په ١٤٠٢ کال کې ددغه ښار په بيلابيلو سيمو کې د ٢٠٤ ميليونه افغانيو په لګښت ٢٠ عامه ګټې اخيستنې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.


آوا - مزارشریف: د بغلان د مرکز پلخمري ښاروال عبداللطیف مظلوم وايي چې دغې ادارې په ۱۴۰۲ کال کې د ۲۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۲۰ ټولګټې پروژې بشپړې کړې دي. 

د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو پروژوکې؛ د مارکېټونو جوړول، د سړکونو کانکریټي کول، تفریحي پارک جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر ادارو رسنيو ته د تېر کال خپلې کړنې اعلان کړې دي.


د مطلب کود: 288927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288927/تېر-کال-په-پلخمري-کې-د-څه-باندې-۲۰۰-میلیونه-افغانیو-لګښت-۲۰-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com