کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو وروڼو په ګډون پنځه تنه وژل شوي

29 حمل 1403 ساعت 12:51

په کندز ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو وروڼو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.


آوا: کابل: د کندز ولایت سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې دغه پېښه د سه شنبې په ماښام د چهاردرې ولسوالۍ په «ایرگنک» سیمه کې د سه شنبې په ورځ (حمل ۲۸) د یو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو بل تن ټپي شوى دى.

ویل کېږي چې وژل شوي کسان درې وروڼه او دوه نور دي.

سرچينې زياته کړې، چې يادو کسانو غوښتل بلخ ولايت ته د تفريح لپاره سفر وکړي.

د دې پېښې لامل هم بې احتیاطي بلل شوې ده.


د مطلب کود: 288887

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288887/په-کندز-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-دريو-وروڼو-ګډون-پنځه-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com