کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ اسرائیلي عسکر ټپیان شوي دي

29 حمل 1403 ساعت 9:14

د صهیونیسټ رژیم رسنیو خبر ورکړی دی چې له لبنان څخه د بې پیلوټه الوتکې په برید کښې ددغه رژیم درې پوځیان ژوبل شوی دی.


آوا: د اسرائیلو ۱۴ تلویزیونی شۤبکه اعلان کړی، چې له لبنان څخه د اشغال شویو سیمو په لور د بې پیلوټه الوتکې په چاودنه کې ۳ تنه اسرائیلیان ټپیان شوی دی.

ویل شوي، چې دغه ډرون د اشغال شوې سیمې په شمال کې د «کریت شمونه» ښارګوټي ته څېرمه په «بیت هیلل» کې ولوید.

العربیه په یوه راپور کې اعلان کړی، چې په دې برید کې درې اسراییلی پوځیان ټپیان شوی دی.


د مطلب کود: 288862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288862/د-حزب-الله-بې-پیلوټه-الوتکې-په-برید-کې-۳-اسرائیلي-عسکر-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com