په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ ایران هیچاته اجازه نه ورکوی چې د اسلامی امارت په خلاف عمل وکړی.
په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال:
ایران هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ د مثبت تعامل زمینه برابره کړي
28 حمل 1403 ساعت 9:38
په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ ایران هیچاته اجازه نه ورکوی چې د اسلامی امارت په خلاف عمل وکړی.
آوا - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل چې ایران هیچاته اجازه نه ورکوی چې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیت وکړي.
د میلي ټلویزیون د راپور له مخې ښاغلي مرتضوي همداراز زیاته کړه چې ایران هڅه کوي د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د مثبت تعامل او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ لوړه شوې او د راپورونو له مخې ايران د افغانستان تر ټولو مهم سوداګريز ملګری دی.
د مطلب کود: 288800