په بغلان او بدخشان ولایتونوکې د اسلامی امارت سیمه ایز چارواکی وایی چې په دغو ولایتونو کې د ترافیکی پیښو په پایله کې اته تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
په بغلان او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶ تنه مړه او ټپیان شوي دي
26 حمل 1403 ساعت 10:45
په بغلان او بدخشان ولایتونوکې د اسلامی امارت سیمه ایز چارواکی وایی چې په دغو ولایتونو کې د ترافیکی پیښو په پایله کې اته تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
آوا - کابل: د بغلان سیمه ییز چارواکی وایی، د بغلان ولایت د دوشی ولسوالۍ په قره احمد کلی کې د کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوی او یو تن ټپی شوی دی.
د ځايي چارواكو په وينا، ټپي او وژل شوى تن د دې ولايت د پوليسو له خوا د دوشي ولسوالۍ مركزي كلينيك ته لېږدول شوي او د لادرکه شوي سړي د موندلو هڅې روانې دي.
بل خوا د بدخشان ولايت په شهر بوزور ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
دبدخشان ولايت امنيه قومانداني وايي چې دغه ترافيکي پيښه د يو فولډر ډوله موټر د چپه کيدو له امله رامنځته شوې ده او د پيښې قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي .
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
د مطلب کود: 288694