کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع وزارت له خوا د کندهار او بادغیس په سېلابونو کې د بندو کسانو د ژغورنې هڅۍ

26 حمل 1403 ساعت 10:40

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د کندهار د هوايي ځواک لوا په سېلاب کې ایسار دوه تنه ژغورلي دي. له بلې خوا په بادغیس کې چارواکي خبر ورکوي چې د یوې کورنۍ غړي یې له سیلاب څخه ژغورلي دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت وايي چې د کندهار د هوايي ځواک په مرسته د دغه ولایت په بولدک ولسوالۍ کې دوه تنه هغه هیوادوال چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.

بل خوا امنيتي ځواکونو د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا درې بجې د يوې کورنۍ هغه غړي چې په يوه مازدا موټر کې په سېلاب کې بند پاتې وو، وژغورل.

په ژغورل شویو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه د وروستيو سختو اورښتونو له امله يو شمېر ولايتونه د سيلابونو شاهدان وو.


د مطلب کود: 288692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288692/د-ملي-دفاع-وزارت-له-خوا-کندهار-او-بادغیس-په-سېلابونو-کې-بندو-کسانو-ژغورنې-هڅۍ

آوا
  https://www.avapress.com