ځینو رسنیو ادعا کړې چې د پرتګال د تیلو یوه بیړۍ د متحده عربي اماراتو له الفجیره بندر څخه ۵۰ کیلومتره لرې نیول شوی دی.
په متحده عربي اماراتو کې د "الفجیره" بندر ته نږدې د پرتګالي کښتۍ نیول
25 حمل 1403 ساعت 14:11
ځینو رسنیو ادعا کړې چې د پرتګال د تیلو یوه بیړۍ د متحده عربي اماراتو له الفجیره بندر څخه ۵۰ کیلومتره لرې نیول شوی دی.
آوا: د برتانیې د سمندری تجارت د عملیاتو ریاست ادعا کړې چې د پرتګالی بیرغ لرونکې بیړۍ د هرمز تنګي ته څیرمه د ایران سمندري ځواکونو ته د ګمارل شوي کمانډو له خوا نیول شوې ده.
د مهر خبری آژانس د خبر له مخې د اسوشیټیډ پریس د خبر له مخې د برطانیې د سمندری تجارت د ادارې د خبر له مخې دغه امنیتی پیښه د عمان په سمندر کښې د اماراتو د الفجیره بندر شمال ختیځ ته په پنځوس کیلومترۍ کښې رامنځته شوې ده.
د اسوشیېټډ پرېس په وینا، د "MSC Aries" کښتۍ چې د پرتګال تر بیرغ لاندې فعالیت کوي په لندن کې میشته د "Zodiac Maritime" شرکت سره تړاو لري چې د "Eyal Ofer" په نوم د یو اسراییلي میلیاردر ملکیت دی.
ویل کیږي چې د صهیونیسټ رژیم اړوند زیاتره بیړۍ چې د سیمې په اوبو کښې تګ راتګ کوي په دغه شرکت پورې تړلي دي .
د مطلب کود: 288662