کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د لاسي بم د چاودنې له امله يو کروندګر ووژل شو

21 حمل 1403 ساعت 11:00

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو څخه پاته شوي یوه لاسي بم د چاودنې له امله یو کروندګر وژل شوی دی.


آوا: دغه پيښه پرون دوشنبه د حمل په ۲۰مه سهار شاوخوا لس بجې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
 
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د دغه کس د هويت په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د پنجشنبې په ورځ (د حمل ۱۶مه) اعلان وکړ چې د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې په هېواد کې نږدې ۴۵ زره کسان د ماینونو د چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
 
د دې ادارې په وینا، ماینونه او ناچاودې مهمات لا هم د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.


د مطلب کود: 288523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288523/په-ننګرهار-کې-د-لاسي-بم-چاودنې-له-امله-يو-کروندګر-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com