کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار محصلینو بې پیلوټه الوتکه جوړه کړه

20 حمل 1403 ساعت 10:56

د لومړي ځل لپاره د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي څلورو محصلینو د F-22 بې پیلوټه الوتکې تر جوړېدو وروسته ازموینه وکړه.


آوا - کابل: د دری راډیو د خبر له مخې، عبدالباسط د دغو محصلینو په استازیتوب وویل: دغه تجربه لرونکې الوتکه چې د یوې میاشتې په اوږدو کې له کارتن څخه جوړه شوې، د ۵۰۰ مترو په لوړوالی کې ۱۵۰۰ متره واټن وهلی شی. 

د ننګرهار د زده کوونکو د لارښود استاد نور زمان باوري وايي: دغه تجربه لرونکې الوتکه پر خپل وزن سربېره د پنځه سوه ګرامه اضافي وزن د لېږد ظرفیت لري.
 
د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي رئيس رفيع الله رفيع هم وايي، که د محصلينو تخنيکي او لابراتواري ستونزې هوارې شي، نو دوی به وکولای شي، چې لا ډېرې تجربې وکړي.


د مطلب کود: 288490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288490/د-ننګرهار-محصلینو-بې-پیلوټه-الوتکه-جوړه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com