کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په درېيو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله ١٦ تنه مړه او ټپيان شول

19 حمل 1403 ساعت 10:39

د چارواكو په وينا، دا درې ترافيكي پېښې له (جمعه، ۱۷حمل) راهيسې په زابل، ميدان وردګ او فراه ولايتونو كې رامنځته شوې دي.


آوا - کابل: د کابل-کندهار او کندهار-هرات پر لویو لارو په دریو ترافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
 
دا درې پېښې له (جمعه، ۱۷حمل) په زابل، میدان وردګ او فراه ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
 
په زابل ولايت کې په لومړۍ پېښه کې دوه تنه مړه او څلور تنه نور ټپيان شول.
 
د زابل ولايت د امنيي قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايې چې دا پېښه تېره ورځ مازيګر د کابل – کندهار پر لويه لار د شاجوى ولسوالۍ د “تزي رباط” په سيمه کې رامنځته سوې ده.
 
په دويمه پېښه کې چې پرون ناوخته د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې وشوه، دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.
 
د میدان وردګ د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار ویلي، چې په دې پیښه کې یو کرولا ډوله موټر له «تودي» ډوله موټر سره ټکر کړی دی.
 
د کندهار – هرات پر لویه لار د یوه ٥٨٠ ډوله مسافر وړونکي بس د ټکر په پایله کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شول.
 
په دې وروستيو ورځو کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي. هره ورځ د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي.
 
د يادونې وړ ده، چې ناقانونه سرعت، د سړکونو تنګوالي او د موټر چلوونکو بې احتياطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 288419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288419/په-درېيو-ولايتونو-کې-د-ترافيکي-پېښو-له-امله-١٦-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com