کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي

18 حمل 1403 ساعت 10:53

د اسیا د فوټسال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان به د اپرېل په ۱۸مه له ایران سره مخامخ شي او له کویټ او بحرین سره به هم سیالۍ وکړي.


آوا: د اسيا د فوټسال د ملتونو جام به د اپريل له ١٧مې نېټې څخه د اپرېل تر ٢٨مې نېټې پورې د اسيايي هېوادونو د شپاړسو غوره لوبډلو په ګډون ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ (حمل ۱۱) په خپله لومړۍ دوستانه لوبه کې خپل میانمار سیال ته ۶.۱ ماتې ورکړه.

دا غونډه د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه. که افغانستان دوه بریاوې ترلاسه کړي نو د دې ټورنمنټ بل پړاو ته لار موندلی شي.


له هغې وروسته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دویمه دوستانه لوبه کې د میانمار لوبډلې ته ۴-۲ ماتې ورکړه. دا لوبه د یکشنبې په ورځ (حمل ۱۲) په میانمار کې ترسره شوه.

د فوټسال د ملي لوبډلې د چمتووالي پروګرام دلته پای ته نه رسېږي، ځکه چې د اپریل په دویمه نېټه د میانمار پر وړاندې د دوو لوبو تر ترسره کولو وروسته، لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو ځای، تایلنډ ته راستنه شوه او ټاکل شوې ده چې په ۱۳ ورځو کې د فوټبال ملي لوبډلې ته د تمریناتو په موخه دغه سیالۍ ترسره کړي. 


د مطلب کود: 288376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288376/د-افغانستان-فوټسال-ملي-لوبډله-په-اسیا-جام-سیالیو-کې-ګډون-لپاره-چمتووالی-نیسي

آوا
  https://www.avapress.com