د بښنې نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره یې د نړیوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی او د هغوی له حقونو یې سرغړونه کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د کډوالو د حقونو پر سرغړونو سخته نیوکه کړې ده
16 حمل 1403 ساعت 11:33
د بښنې نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره یې د نړیوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی او د هغوی له حقونو یې سرغړونه کړې ده.
آوا - کابل: د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د حمل ۱۶مه) وویل چې پاکستان باید د دغه عمل مخه ونیسي.
د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان ته د دغو کډوالو د ایستلو په صورت کې د پاکستان د چارواکو بې رحمانه چلند، له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې او احتمالي بشري ناورین زړه بوږنوونکی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنولو پلان د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او د پناه غوښتونکو له حقونو سرغړونه ده.
د بښنې نړیوال سازمان یوه چارواکي جیمز جینیون ویلي، دا پرېکړه په پاکستان کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوالو ژوند له خطر سره مخ کوي او د زور زیاتي او توقیف یوه بله څپې ته لار هواروي.
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو د هغو افغان کډوالو د ایستلو د نوي پړاو د پیلېدو احتمال اعلان کړی، چې د کډوالۍ کارتونه هم لري.
که څه هم له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ویستلو د دوهم پړاو د پیل لپاره کومه مشخصه نیټه نه ده اعلان شوې، خو د دغه هیواد چارواکو ویلي، چې ښايي دغه بهیر د اوړي په لومړیو یا نیمایي کې پیل شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۲.۱۸ میلیونه افغان کډوال له اسنادو سره ژوند کوي.
د مطلب کود: 288315