له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، په تېر حکومت کې د پکتیا امنیه قومندان جنرال راز محمد مندوزی هېواد ته راستون شوی دی.
په پکتیا کې د تېر حکومت امنیه قوماندان هېواد ته راستون شو
16 حمل 1403 ساعت 10:31
له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، په تېر حکومت کې د پکتیا امنیه قومندان جنرال راز محمد مندوزی هېواد ته راستون شوی دی.
آوا - کابل: د افغانستان د شخصیتونو د تماس کمیسیون هیواد ته د پکتیا د امنیه قومندان د راتګ خبر ورکړی دی.
دغه کمیسیون په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې په تېر حکومت کې د پکتیا امنیه قوماندان راز محمد مندوزی له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمېسیون له لارې له ترکیې هېواد څخه راستون شوی دی.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، اوس مهال د تېرې ادارې سلګونه چارواکي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي او د معافیت کارتونه یې ترلاسه کړي دي.
د مطلب کود: 288298