کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور ولایت کې د غره ښویېدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي

15 حمل 1403 ساعت 13:34

د غور ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې له غره څخه د یوې ډبرې د ښویېدو له امله د درې ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.


آوا - هرات: د غور ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، تېره شپه د قرنج په ولسوالۍ کې له غره څخه د یوې ډبرې د ښویېدو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون د دغې کورنۍ ۵ غړی وژل شوی دی. 

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدری وايي، د پېښې د څېړلو او د کورنیو د ستونزو د هواري لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی.


د مطلب کود: 288275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288275/په-غور-ولایت-کې-د-غره-ښویېدو-له-امله-یوې-کورنۍ-۵-غړي-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com