کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عینک د مسو کان و پروژې ته د بريښنا رسولو په اړه غونډه وشوه

13 حمل 1403 ساعت 11:38

د انرژی او اوبو وزارت د دغه کان کیندنې پروژې د برښنا رسولو په اړه د لوګر د مس عینک د قراردادي شرکت (MCC) له مسوولینو سره د دغه وزارت د رئیس د ناستې او بحث په اړه معلومات ورکړل.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د لوګر د عینک د مسو قراردادي شرکت د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې " MCC" د کان کیندنې پروژې د بریښنا رسولو په اړه۶ بحث شوی.
 
دغه وزارت زیاتوي چې ښاغلي منصور د دغه شرکت مسوولینو ته د کاپیسا ولایت د بغدرې د برېښنا بند او د سروبي د برېښنا بند د پروژې د پانګونې او تطبیق وړاندیز وکړ او ژمنه یې وکړه چې په تطبیق کې به یې همکاري کوي.
 
بل خوا د میس عینک قراردادي شرکت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره لازمې څېړنې پیل کړي.


د مطلب کود: 288159

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288159/د-عینک-مسو-کان-پروژې-ته-بريښنا-رسولو-په-اړه-غونډه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com