کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ١٨٥ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشیر ٦٤٩٣ قیراط زمرد خرڅ شو

13 حمل 1403 ساعت 10:52

د پنجشېر ولایت د زمردو د پلور د داوطلبۍ په ۱۶مه دوره کې د هېواد پر ملي سوداګرو د ۱۸۵۱۰۰ ډالرو په ارزښت ۶۴۹۳ قیراط زمرد وپلورل شول.


آوا - کابل: د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې د ۱۶م ځل لپاره یې د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوی زمرد پلورلی دی.
 
دې رياست پرون (يکشنبه د حمل ١٢مه) اعلان وکړ، چې د پنجشېر زمرد ٦٤٩٣ قيراط د ١٨٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوى دى.
 
دغه اندازه زمرد په تېرو دوو اوونيو کې د پنجشېر ولسوالۍ د زمردو له کانونو را ايستل شوي وو.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پنجشیر ولایت له کانونو څخه د استخراج شویو زمرد له پلور څخه لس سلنه مالیه ټولوي او پاتې پیسې یې قراردادي شرکتونو ته ځي.
 
همدا راز ویل شوي چې د دغو عوایدو یوه برخه به د پنجشیر ولایت د بیارغونې لپاره ځانګړې شي.


د مطلب کود: 288144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288144/د-١٨٥-زره-امریکایي-ډالرو-په-ارزښت-پنجشیر-٦٤٩٣-قیراط-زمرد-خرڅ-شو

آوا
  https://www.avapress.com