کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې د سوداګرو لپاره په دریو صنعتي پارکونو کې څه باندې ۵۵۰ جریبه ځمکه وویشل شوه

13 حمل 1403 ساعت 10:46

په پروان ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین په دې ولایت کې د پانګونې د زمینې د برابرولو ډاډ ورکوي او وايي چې په ۲۷۰۰ جریبه ځمکه کې درې صنعتي پارکونه شتون لري چې له دې جملې څخه ۵۵۰ جریبه ځمکه د باریکاب په صنعتي برخه کې سوداګرو ته ویشل شوې ده.


آوا - کابل: د پروان ولایت باریکاب صنعتي ښارګوټی چې په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی، اوسمهال په ټول پروان ولایت کې ۳۰ لوی او واړه تولیدي شرکتونه فعالیت لري.
 
د ملي تلويزيون د خبر له مخې، صنعتکاران په دغه ښارګوټي کې له فعاليتونو او اسانتياوو څخه راضي دي او د خپلو کارونو د ښه والي په اړه يې خبرې کوي.
 
د سیستان کوه او میهن د معدني اوبو د تولید شرکت مسوولین وايي، دوی هره ورځ شاوخوا ۶۰ ټنه لوبیا، جوار او جام تولیدوي او په نږدې راتلونکي کې به د مشروباتو تولید پیل کړي.
 
خو د پروان ولايت چارواکي په دغه ولايت کې د پانګونې لپاره د فعاليت د دوام ډاډ ورکوي او وايي، چې په ۲۷۰۰ جريبه ځمکه کې درې صنعتي پارکونه شته چې له دې جملې څخه ۵۵۰ جريبه ځمکه د باريکاب صنعتي پارکونو وېشل شوې ده. 
 
ویل کیږي، چې په پروان ولایت کې درې لوی صنعتي پارکونه، چې په کې د باریکاب صنعتي پارک، د سنجد دره صنعتي پارک او د تیندره صنعتي پارک شامل دي، چې څه باندې ۲۷۰۰ جریبه ځمکه لري، د پانګوالو او غوښتونکو لپاره د وېش لپاره چمتو دي.


د مطلب کود: 288143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288143/په-پروان-ولایت-کې-د-سوداګرو-لپاره-دریو-صنعتي-پارکونو-څه-باندې-۵۵۰-جریبه-ځمکه-وویشل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com