کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۷۰۵ ته لوړ شو

12 حمل 1403 ساعت 11:37

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۷۰۵ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۷۵ زره ۱۹۰ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې د تړانګې په خلکو اته ډله ایز جنایتونه ترسره کړی چې په پایله کې یې ۸۲ تنه شهیدان او ۹۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
دفلسطین سرې میاشتې اعلان وکړ چې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم د تیریو له پیل راهسې تراوسه د نیواکګرو په حملو کښې د دغه سازمان ۲۶ غړي شهیدان شوي دي .


د مطلب کود: 288111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288111/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۲۷۰۵-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com