د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت مرستیال د هغو شرکتونو له مسوولینو سره په کتنه کې چې د څارویو درمل واردوي ویلي، چې د کرنې وزارت به هېڅ شرکت ته د بې کیفیته درملو د واردولو اجازه ورنکړي.
د کرنې وزارت: هیڅ شرکت ته اجازه نه ورکوو چې د ټیټ کیفیت حیواني درمل وارد کړي
11 حمل 1403 ساعت 13:44
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت مرستیال د هغو شرکتونو له مسوولینو سره په کتنه کې چې د څارویو درمل واردوي ویلي، چې د کرنې وزارت به هېڅ شرکت ته د بې کیفیته درملو د واردولو اجازه ورنکړي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین دغه موضوع نن (شنبه د حمل ۱۱ مه) د آوا له خبریال سره په مرکه کې څرګنده کړه.
د هغه په وينا، د کرنې وزارت مرستيال مولوي عثماني هېواد ته د بې کيفيته درملو او واکسينو د واردولو له امله د کروندګرو او مالدارانو د شکايت په ترڅ کې د هغو شرکتونو له مسوولينو وغوښتل، چې څاروي او سبزيجاتو درمل باید معیاري او باکیفیت وي.
هغه زیاته کړه، د هغو شرکتونو سره په جوړه شوې غونډه کې چې د حیواناتو او سبزیجاتو درمل واردوي وویل: "کروندګر د وارداتي درملو او واکسینونو څخه شکایت کوي، دا زموږ مسؤلیت دی چې کنټرول یې کړو".
د کرنې وزارت سرپرست د څارويو د درملو د واردوونکو شرکتونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د شخصي ګټو په خاطر کروندګرو او مالدارانو ته زيان ونه رسوي او باکيفيته درمل وارد کړي.
ښاغلی مستعین وايي چې د کرنې وزارت مرستیال زیاته کړه چې موږ به هیڅ شرکت ته اجازه ورنکړو چې بې کیفیته درمل وارد کړي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د رئیس د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د تولیدونکو او واردوونکو شرکتونو له خوا د دغو تخمونو د اصلاح شویو تخمونو په لوړ کیفیت او معیاري تولید ټینګار وشو.
د مطلب کود: 288092