کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې د ښاري ټکسيو د رنګ بدلولو بهیر پیل شو

11 حمل 1403 ساعت 13:36

د هېواد د ترافيکو عمومي رييس د هېواد په شمالي ولايتونو کې د ټکسي موټرو د رنګونو د بدلولو پروسه پيل کړې او وايي، چې له دې کار څخه يې په ښار کې د نظم رامنځته کول، د جنايي جرمونو کموالى او د قانون ماتونې مخنيوى دى.


آوا - مزارشریف: د هېواد د ترافیکو مدیریت عمومي رئیس حسیب الله مختار په بلخ ولایت کې د "ښاري ټکسيو د رنګ بدلولو" د پیل په مراسمو کې وویل: د رنګ بدلولو بهیر د ښاري ټکسي یا مسافر وړونکي موټر له مرکزي زون وروسته اوس په شمالي ولایتونو کې هم پیل شوی او زموږ موخه په ښار کې نظم، د جنايي جرمونو کمول او د بې قانونۍ مخنیوی دی.

هغه زياته کړه: "په ټکسي کې د سپرلۍ پر مهال د خلکو د ځاني او مالي خونديتوب په اړه اندېښنې بايد هوارې شي."

مختار دا هم ویلي چې ټکسي باید د جواز پلیټونو او معتبرو رسمي اسنادو پرته په ښار کې ونه ګرځي.

  له بلې خوا د بلخ ولايت د ترافيکو مدير عبدالقيوم مبارز وويل: له ټولو ښاريانو په ځانګړې توګه له ټکسي چلوونکو څخه غوښتنه کوو چې د ټکسي موټرونو د رنګ د بدلون په برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د مزارشريف ښار يو شمېر ټکسي چلوونکي وايي، تر هغه چې له اسنادو پرته د مسافر وړونکو موټرو د فعاليت مخه ونه نيول شي، د ټکسي موټرو د رنګ بدلول به مثبته پايله ونه لري.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې ټکسي موټرونه په ژېړ او کله هم په ژېړ او سپين رنګونو پېژندل کېږي. خو اسلامي امارت په دې وروستیو کې د ټکسي پخوانی رنګ په نیلي او سپین بدل کړی او دا پروسه د ټکسي چلوونکو څخه د ۹۱۰۰ افغانیو په تعرفه اخیستل کیږي.


د مطلب کود: 288088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288088/په-بلخ-ولایت-کې-د-ښاري-ټکسيو-رنګ-بدلولو-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com