کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: تېر کال په افغانستان کې د خوارځواکۍ د اخته مېرمنو شمېر ۱،۲ میلیونو ته ورسېد

11 حمل 1403 ساعت 11:27

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یوه چارواکي ویلي، تېر کال په افغانستان کې د خوارځواکي مېرمنو شمېر ۱،۲ میلیونو ته ورسېد.


آوا: د خوړو نړیوال پروګرام د تغذیې د څانګې مشرې مونا شیخ د پنجشنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې په یوه خپره شوې ویډیو کې زیاته کړه چې تمه ده چې سږکال به په خوارځواکۍ اخته میرمنو شمیر زیات شي.

نوموړي په هېواد کې د خوارځواکي ماشومانو په اړه وويل، چې سږ کال به د هغوى شمېر درې ميليونو ته ورسېږي، خو يواځې ١،٦ ميليونه به مرستې ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې تېر کال د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړو کلینیکونو ته د تلونکو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي چې د دغو اړمنو کسانو له جملې څخه ۵۲ سلنه یې ماشومان دي.


د مطلب کود: 288069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288069/ملګري-ملتونه-تېر-کال-په-افغانستان-کې-د-خوارځواکۍ-اخته-مېرمنو-شمېر-۱-۲-میلیونو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com