کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲۶۲۳ تنو ته لوړ شوی دی

11 حمل 1403 ساعت 10:42

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲۶۲۳ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر له ۷۵۰۰۰ څخه ډیر شوی دی.


آوا: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې اووه قتل عامونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۷۱ کسان شهیدان او ۱۱۲ نور ژوبل شول.

په همدې حال کې خبری سرچینو نن خبر ورکړ چې د اسرائیلو جنګی الوتکو د غزې په جنوب کښې د رفح ښار په شمال کښې په یو کور بمباری وکړه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان او یو شمیر نور ژوبل شول.


د مطلب کود: 288058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288058/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۲۶۲۳-تنو-ته-لوړ-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com