د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون د جمعې په سهار یوځل بیا د سوریې په حلب ولایت حمله وکړه.
صهیونیسټ رژیم د سوریې په حلب ښار یو ځل بیا حملې وکړې
11 حمل 1403 ساعت 10:35
د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون د جمعې په سهار یوځل بیا د سوریې په حلب ولایت حمله وکړه.
آوا: د سوریې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغه برید د دغه ولایت په مرکز حلب ولایت کښې د ترهګرو عناصرو له خوا د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو له حملو سره مخامخ شو.
په همدې حال کې د سوریې د دفاع په وزارت کې یوې سرچینې ویلي چې پرون د جمعې په سهار د اسرایلو رژیم د حلب ښار په شاوخوا سیمو باندې د هوایي برید اعلان کړی دی.
ویل شوي، چې دغه برید د حلب په جنوب ختیځ کې له «اتریه» سیمې څخه شوی او صهیونیسټي الوتکو د اردن له فضایي حریم او د سوریې د الطنف سیمې څخه چې د امریکایانو په ولکه کې ده، الوتنې وکړې.
یوې پوځي سرچینې ویلي، د اسرائیلي برید په پایله کې ملکي وګړو او پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او عامه او شخصي شتمنیو ته یې زیان اړولی دی.
رویټرز د دوو امنیتي سرچینو په حواله د ۳۳ ملکي وګړو او سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
تر اوسه د سوریې حکومت د دغه برید د تلفاتو او زیانونو کره شمېره نه ده اعلان کړې.
د مطلب کود: 288056