کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رویټرز: د داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي

11 حمل 1403 ساعت 10:24

رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د داعش د خراسان څانګې مشر "ثناءالله غفاري" پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په سرحدي ایالت کې اوسېږي.


آوا - کابل: رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې ثناالله غفاري چې په شهاب مهاجر مشهور دی، د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې اوسیږي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کنړ ولایت کې وژل شوی و، خو اوس رویټرز وايي، پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په سرحدي ولایت کې اوسېږي.

دغې ورځپاڼې همدارنګ د مسکو په وروستی ترهګري حملو په اړه یو رپورټ کښې لیکلی چې که څه هم داعش ترهګرې ډلې خپل فرضی خلافت له لاسه ورکړی وی خو څانګې یې په ټوله نړۍ کې خپریږي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې د مسکو د برید تر شا د داعش خراسان ډله چې په پاکستان او افغانستان کې میشته ګڼل کیږي، لاس لري.

ویل شوي، چې داعش خراسان له ډېرې مودې راهیسې د منځنۍ اسیا له هېوادونو کډوال او وسله وال استخداموي او د روسیې پر خاوره یې د بریدونو لپاره روزلي دي.


د مطلب کود: 288054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288054/رویټرز-د-داعش-خراسان-څانګې-مشر-ثناالله-غفاري-پاکستان-په-بلوچستان-ایالت-کې-ژوند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com