کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل او فراه کې ترافیکي پېښو ۵ تنه وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي

9 حمل 1403 ساعت 10:25

د فراه او سرپل ولایتونو سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په دغو دوو ولایتونو کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د سرپل- شبرغان پر لویه لار د ترافیکی پېښې له امله دوه تنه وژل شوی او درې نور ټپیان شوی دی.
 
د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
 
چارواکي وايي، د دې پېښې لامل د موټرسايکل او موټر ترمنځ ټکر و.
 
په خبرپانه کې راغلي دي چې په دې پیښه کې یوه میرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
 
په همدې حال کې د فراه ولايت د ترافيکو رياست هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه مړه او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
د فراه ولايت د ترافيکو مديريت د پيښو مدير سنګين شيرزي وويل چې دغه پيښه پرون له غرمې مخکې په بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
 
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سراچه ډوله تیز رفتار موټر له یوه ټیلر موټر سره ټکر وکړ.
 
د شېرزي په وينا، ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
نوموړي د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي وبلله.
 
تر دې مخکې دولتي چارواکو ویلي وو، چې تېره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په لاغر سیمه کې په یوې خونړۍ ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
 
بلخوا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په دې وروستيو ورځو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
 
تر دې مخکې د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې یو تن وژلی او نهه نور یې ټپیان کړي وو.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي لاملونه تېز سرعت، د سړکونو خرابوالى، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي نښو نه مراعتول بلل کېږي.


د مطلب کود: 287986

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287986/په-سرپل-او-فراه-کې-ترافیکي-پېښو-۵-تنه-وژلي-۹-نور-یې-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com