کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناروې سفیر د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې:

داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی

9 حمل 1403 ساعت 9:42

په افغانستان کې د ناروې سفیر د لرئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او خپل ځواک یې له لاسه ورکړی دی.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ناروې سفیر پاول کلومن بیکین د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او خپل ځواک یې له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي بیکن د فساد د له منځه وړلو، امنیت په تامین، د نشه یي توکو په له منځه وړلو او نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې هیواد یې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي.

له بلې خوا مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د خپلو ملي ګټو او متوازنې پالیسۍ په رڼا کې له ټولو قوتونو سره مثبت تعامل غواړي.

د لومړي وزير سياسي مرستيال زياته کړه، چې اوسمهال زرګونه افغان مېرمنې په دولتي او خصوصي ادارو کې په دندو بوختې دي او د ژوند له هر اړخه د خلکو غږونه اورېدل کېږي.


د مطلب کود: 287974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287974/داعش-په-افغانستان-کې-ځپل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com