د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینايي اتباعو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي اتباع وژل شوي دي
8 حمل 1403 ساعت 10:25
د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینايي اتباعو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
آوا: د پاکستان پولیس تاییدوي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په شانګله ولسوالۍ کې د چینايي اتباعو پر یوه موټر د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
یوازې څو ساعته مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د چین سفارت ته ورغی او د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې یې د نن ورځې د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په وژل کېدو د چین له سفیر سره خواخوږي څرګنده کړه.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د مطلب کود: 287919