په میدان وردګ ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د غوړیو د یوې فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ.
په میدان وردګ کې د غوړیو د تولید فابریکه پرانیستل شوه
7 حمل 1403 ساعت 13:36
په میدان وردګ ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د غوړیو د یوې فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ.
آوا - کابل: د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د غوړیو د تولید یوې فابریکې په کار پیل وکړ.
د چارواکو په وینا، دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د یو ټن غوړیو د تولید ظرفیت لري.
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د توليدي فابريکو پرانېستل ډېر شوي دي.
د مطلب کود: 287885