کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنعت او سوداګرۍ وزارت:

له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیتي ستونزو د حل په موخه د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی دی

7 حمل 1403 ساعت 10:25

د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن (سه شنبه د حمل ۷ مه) د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې دغه پلاوی د یو ورځني سفر په ترڅ کې به د سوداګرۍ او ټرانزیټ ننګونو په پیاوړتیا، پراخولو او حل کولو تمرکز وکړي، د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره به ووینې او خبرې وکړي.


آوا - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د پاکستان د جمهوري ریاست د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ دغه پلاوی کابل ته راغلی دی.

اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: د پاکستان جمهوریت د سوداګرۍ وزارت مرستیال جلالتماب محمد خرم اغا د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه کابل ته راغلی دی او دغه هیئت د ټاکل شوې چې د دغه وزارت له مشرتابه سره په دوه ورځني سفر لاړ شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د ټرانزیټ د تبادلې په برخه کې همکاري وکړي.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه په دې باور ده، چې تېر کال سوداګري او ټرانزیټي ننګونې له پاکستان سره د سوداګرۍ اندازه کمه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي وايي، تر اوسه د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره ډېرې خبرې او ناستې عملي نه دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت وخت په وخت پر افغانستان فشار راوړي، چې د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان له سرپرست حکومت سره کړکېچ زيات کړي او د تګ راتګ لارې بندې کړي.


د مطلب کود: 287866

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287866/له-افغانستان-سره-د-سوداګرۍ-او-ترانزیتي-ستونزو-حل-په-موخه-پاکستان-یو-لوړ-پوړی-پلاوی-کابل-ته-راغلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com