آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې چې په اکس پاڼه کې خپور شوی، د هرات - کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.
ښاغلي مجاهد له موټر چلوونکو وغوښتل چې له احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین مراعات کړي.
له بلې خوا د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د يو پيغام په خپرولو سره د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د ترافيکي پيښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندي کړي.
مولوي عبدالکبير ټينګار وکړ چې اړونده ادارې دې د ترافيکي پېښو د کمښت او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړي.
بلخوا د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په خلغر سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١ تنه مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه د یوه ټانکر، موټر سایکل او یو مسافر وړونکي بس ۵۸۰ ډوله تر منځ د ټکر په پایله کې رامنځ ته شوې ده.