کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۱۶۴۵ تنو ته لوړ شوی دی/ ۸ زره کسان لا هم تر خاورو لاندې دي

28 حوت 1402 ساعت 11:00

د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۱۶۴۵ او د ټپیانو شمېر ۷۳۶۷۶ ته رسېدلی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم په غزې تړانګه کښې څه د پاسه اته زره(۸۰۰۰) کسان ورک او تر خاورو لاندې دی چې له دې سره به د شهیدانو شمیره نوره هم زیاته شی .

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې نهه حملې کړې چې په نتیجه کښې یې ۹۲ کسان شهیدان او ۱۳۰ نور ژوبل شول .


د مطلب کود: 287542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287542/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۱۶۴۵-تنو-ته-لوړ-شوی-دی-۸-زره-کسان-لا-هم-تر-خاورو-لاندې-دي

آوا
  https://www.avapress.com