د بلخ د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې پوليسو په دغه ولايت کې له غير مسوولو وسله والو څخه څه باندې درې سوه ميله سپکې او درنې وسلې راټولې کړې دي.
په بلخ ولایت کې سږ کال تر ۳۰۰ ډېرې وسلې نیول شوې دي
27 حوت 1402 ساعت 10:42
د بلخ د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې پوليسو په دغه ولايت کې له غير مسوولو وسله والو څخه څه باندې درې سوه ميله سپکې او درنې وسلې راټولې کړې دي.
آوا - د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عبدالناصر ارمل په دغه ولایت کې د وسلو د یوه زیرمتون د نیولو په تړاو وویل: په روان کال کې د پولیسو ځواکونه توانیدلی چې د غیر مسؤلو خلکو څخه سپکي او درنۍ وسلې ونیسي.
هغه زياته کړه، چې په دغو وسلو کې کلاشينکوف، ايم ١٦، راکټ، پيکا او چاودېدونکي توکي د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مديريت ځواکونو ترلاسه کړي دي.
ارمل وويل، د دغو وسلو د نيولو په تړاو نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي او خلک بايد ډاډمن شي، چې پوليس به هېچا ته د ناقانونه وسلو د لېږد اجازه ورنکړي.
له بلې خوا د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې مدير ملا عطاالله بلال وويل : موږ د ټولو سپکو او درنو وسلو په راټولولو ټينګار کوو او هيچا او ډلې ته اجازه نه ورکوو چې ناقانونه وسلې وګرځوي او ناامني رامنځته کړي .
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت په موثریت سره د وسلو د ډیپوګانو د ضبط او د غیر مسؤلو وسله والو د نیولو لړۍ هم ډیره شوې ده.
د مطلب کود: 287476