د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې د سیستم د پراختیا په موخه به په نړیوالو معیارونو برابر کرنیز ټولنو جوړ کړي.
د کرنې وزارت د کرنیزو ټولنو د جوړولو هڅې پیل کړې
26 حوت 1402 ساعت 12:10
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې د سیستم د پراختیا په موخه به په نړیوالو معیارونو برابر کرنیز ټولنو جوړ کړي.
آوا: د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د دغو ټولنو په جوړېدو سره به د هېواد کرنیز سکټور له دودیزې بڼې څخه د میکانیزم په لور حرکت وکړي او پر دې سربېره به په دې برخه کې میلیاردونه افغانۍ پانګونه وشي.
دوی زیاته کړه چې په بلخ، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د دغو ټولنو د جوړولو لپاره لومړني چمتووالی نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي، د کرنې په برخه کې د نویو ټولنو جوړول او په دې برخه کې د پانګونې پراخول کولای شي د کرنې په برخه کې ژور بدلونونه رامنځته کړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وايي:«له نېکه مرغه چې د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو لپاره به څلور زونونه خصوصي سکتور ته ورکړل شي. په دې کمپلکسونو کې باید دواړه پروسس، بسته بندي، او معیاري سړه ذخیره وي.
ښاغلي حاجي زاده زیاته کړه: په افغانستان کې باید د بزګرانو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي، ترڅو د هېواد بزګران وکولای شي د خپلو تولیداتو د ودې لپاره له ښو فرصتونو څخه ګټه واخلي. سوداګر کولی شي له هغه ځایه پروسس او بسته بندي کړي؛ لرې او نږدې هیوادونو ته صادرات؛ دا یو ښه اقدام دی.»
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت وايي، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې يې د کورنيو او بهرنيو پانګوالو د هڅولو لپاره هڅې زياتې کړي دي./آریانا
د مطلب کود: 287438