د تورخم د کمیسارۍ چارواکو د دغه کمیسون د کشف ریاست له خوا پاکستان ته د ۱۱ تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
پاکستان ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه
26 حوت 1402 ساعت 11:49
د تورخم د کمیسارۍ چارواکو د دغه کمیسون د کشف ریاست له خوا پاکستان ته د ۱۱ تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د تورخم کمیسارۍ چارواکي وايي، چې د کشف امریت یې پاکستان ته د ۱۱ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
دغه کمېشنر زیاتوي چې د دغو تاریخي اثارو د قاچاق په تور یو کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د یادولو وړ ده چې پاکستان ته د افغانستان د تاریخي اثارو د قاچاق مخه څو ځله د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.
د مطلب کود: 287428