د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي په تېر یوه کال کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱۲۹ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
په تېر کال کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله تر زرو ډېر کسان وژل شوي دي
23 حوت 1402 ساعت 14:27
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي په تېر یوه کال کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱۲۹ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
آوا - کابل: افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هر کال د طبیعي پیښو له امله د دغه هیواد لسګونه اتباع په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، د طبیعي پیښو له امله ۱۱۲۹ تنه مړه او ۹۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي. په هېواد کې.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند مل پاسوال جانان صیاد هم زیاتوي، چې دغه وزارت په تېر کال کې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې په موخه له ملي او نړیوالو بنسټونو سره ۱۱۷ تړونونه لاسلیک کړي دي.
مل پاسوال جانان سايق زياته کړه، چې د تېر کال په اوږدو کې د دغه وزارت کارکوونکو له جګړې څخه پاتې ١٧٢ سيمې له ځمکنيو ماينونو پاکې کړې او د طبيعي پېښو د قربانيانو لپاره يې څه باندې ١٢زره سرپناه جوړه کړې ده.
د مطلب کود: 287344