کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه د د کډوالو چارو له وزارت سره د داخلي بې ځایه شویو په برخه کې همکاري کوي

21 حوت 1402 ساعت 10:13

د کډوالو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مسؤلې ګلوریا لازیک سره وکتل او خپلو ولایتونو ته یې د داخلي بې ځایه شویو د لېږد په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د مهاجرینو چارو وزارت معین عبدالرحمن راشد په مرکزي زون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې  گلوریا لازیک سره وکتل او خپل اصلي ځای ته د داخلي بې ځایه شویو د انتقال په اړه یې خبرې وکړې. 

د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي راشد په دې ناسته کې وویل چې اوس په هېواد کې د لسګونو زرو داخلي بې ځایه شویو د لېږد لپاره زمینه برابره شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې مېرمن لازیک په هېواد کې د داخلي بې ځایه شویو د لېږد په برخه کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 287210

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287210/ملګري-ملتونه-د-کډوالو-چارو-له-وزارت-سره-داخلي-بې-ځایه-شویو-په-برخه-کې-همکاري-کوي

آوا
  https://www.avapress.com