کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولايت کې دامنيتي ځواکونو له خوا يو ماشوم دکور له بند څخه وژغورل شو

16 حوت 1402 ساعت 16:50

د هرات امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه شاوخوا لس بجې يې يو ماشوم چې پلار يې وهلى او بيا يې په کور کې بند کړى و، ژغورلى دى.


آوا - هرات : د هرات د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وايي چې تیره شپه شاوخوا لس بجې امنیتي ځواکونو یوه ځوانه نجلۍ چې د پلار له خوا وهل شوې وه او په کور کې بنده وه وژغورله.
 
د هغه په ​​وينا، دغه نجلۍ نرګس نومېږي او ادعا کوي، چې پلار يې سخته وهلې او دوه ورځې او شپې يې په کور کې بنده ساتلې وه، چې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا وژغورل شوه.
 
ویل کیږي چې دا په روان کال کې څوم ځل دی چې امنیتي ځواکونه په کورنو کې تر شکنجې لاندې کسان راخوشي کوي.


د مطلب کود: 287024

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287024/په-هرات-ولايت-کې-دامنيتي-ځواکونو-له-خوا-يو-ماشوم-دکور-بند-څخه-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com